Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحزاب — آیت 59 (پښتو) — ویډیو

الأحزاب • آیت نمبر 59 (ټولې 73 آيتونه) • پښتو


يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ۚ ذَٰلِكَ أَدْنَىٰ أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا 59
ترجمه:
اى نبي! ته خپلو ښځو او خپلو لوڼو او د مومنانو ښځو ته ووایه چې په خپلو ځانونو دې له خپلو څادرو ځنې راخواره (او راځوړند) كاندي، دغه (د بدن پټول) ډېر نژدې دي دې ته چې دوى به وپېژندل شي (چې پرده دارې دي) نو دوى ته به تكلیف نه رسولى شي او الله دى ډېر بخښونكى، بې حده رحم كوونكى الأحزاب ۳۳:۵۹
تفسیر:
ای نبي! خپلو مېرمنو ته دې ووايه، خپلو لوڼو ته دې ووايه، او د مؤمنانو ښځو ته ووايه: کوم پړوني چې اغوندي هغه دې پرځانونو را خپروي ترڅو د پرديو سړيو په مخکې د هغوی ستر ښکاره نه شي، دا ډېره نېږدې ده دېته چې هغوی وپېژندل شي چې هغوی آزادې دي، نو څوک به په آذيت رسولو سره نه ورته وړاندې کيږي لکه څنګه چې اينځو ته وړاندې کيږي، او الله له خپلو بندګانو څخه د هغه چا بښونکی دی چې توبه ورته وباسي، پر هغه مهربان دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحزاب • آیت 58 راتلونکې الأحزاب • آیت 60