Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الأحزاب — آیت 60 (پښتو) — ویډیو

الأحزاب • آیت نمبر 60 (ټولې 73 آيتونه) • پښتو


لَئِنْ لَمْ يَنْتَهِ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ وَالْمُرْجِفُونَ فِي الْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لَا يُجَاوِرُونَكَ فِيهَا إِلَّا قَلِيلًا 60
ترجمه:
قسم دى كه دغه منافقان او هغه كسان چې د هغوى په زړونو كې (د بدكارۍ) مرض دى او په مدینه كې بدې (تشویشناكې) اوازې ګډوونكي، منع نشي (نو) مونږ به خامخا ضرور تا په دوى مسلط كړو، بیا به دوى په دې كې له تا سره هَم جواره (په ګاونډ كې) پاتې نشي مګر ډېر لږ (وخت) الأحزاب ۳۳:۶۰
تفسیر:
که دغه منافقان له خپل نفاقه، چې د خپل کفر په پټولو او اسلام په ښکاره کولو، او هغه کسان چې په زړونو کې يې د خپلو هوسونو سره د اړيکې له امله بې لارې ده او هغه کسان چې مدينې ته د درواغو خبرونه راوړي تر څو د مؤمنانو ترمنځ اختلاف پيداکړي لاس په سر نه شي: ای رسوله! هرومرو به تاته د هغوی د سزا امر وکړو، او هرومرو به دې پر هغوی مسلط کړو، بيا به له لږې زمانې پرته هغوی په مدينه کې ستاسره و نه اوسيږي، د هغوی د تباهۍ او يا په ځمکه کې د هغوی د ورانکارۍ له امله چې یا به تباه شي او یا به له مدینې وویستل شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الأحزاب • آیت 59 راتلونکې الأحزاب • آیت 61