دوى (پېریانو) به د ده لپاره هغه څه جوړول چې ده به غوښتل، یعنې اوچتې قلاګانې، او تمثالونه او لګنونه، لكه تالابونه او په نغریو كلك پراته دېګونه۔، اى آل داوده! تاسو (نېك) عمل كوئ د شكر لپاره۔ او زما په بنده ګانو كې شكر كوونكي ډېر لږ دي سبأ ۳۴:۱۳ ⧉
تفسیر:
سليمان به چې د لمانځه لپاره د جوماتونو او ماڼيو څه غوښتل دغو پېريانو به ورته جوړل، او هغه به چې کومې مجسمې (څېرې) غوښتې، او همداراز د اوبو د لويو حوضونو غوندې کاسې به يې غوښتې، او د پخلي داسې لوی دېګونه چې له لوی والي به نه خوځېدل او موږ هغوی ته وويل: ای د داود کورنۍ! د الله شکر وباسئ پر هغه څه چې پرتاسو يې پېرزو کړي دي، او زما له بندګانو ډېر کم پر هغه څه زما شکر وباسي چې پرې پېرزو کړي مې دي.