Landscape MP4 Vertical MP4

سورت سبأ — آیت 14 (پښتو) — ویډیو

سبأ • آیت نمبر 14 (ټولې 54 آيتونه) • پښتو


فَلَمَّا قَضَيْنَا عَلَيْهِ الْمَوْتَ مَا دَلَّهُمْ عَلَىٰ مَوْتِهِ إِلَّا دَابَّةُ الْأَرْضِ تَأْكُلُ مِنْسَأَتَهُ ۖ فَلَمَّا خَرَّ تَبَيَّنَتِ الْجِنُّ أَنْ لَوْ كَانُوا يَعْلَمُونَ الْغَيْبَ مَا لَبِثُوا فِي الْعَذَابِ الْمُهِينِ 14
ترجمه:
نو كله چې مونږ په ده د مرګ حكم وكړ، نو دوى (پېریان هیچا) خبر نه كړل مګر د ځمكې چینجو چې د ده امسا يې خوړله، نو كله چې هغه (سلیمان په ځمكه) ولوېده (نو) پېریانو ته معلومه شوه چې بېشكه كه دوى په غیبو پوهېدلى (نو) په دغه سپكوونكي عذاب كې به نه و پاتې شوي سبأ ۳۴:۱۴
تفسیر:
نو کله مو چې پر سليمان د مرګ پرېکړه وکړه، پېريانو ته د ځمکې له هغې خزندې پرته بل چا لارښوونه ونه کړه چې هغه امسا يې خوړله پر کومه چې هغه تکيه کړې وه، نو کله چې هغه ولوېدی، پېريانو ته څرګنده شوه چې هغوی په پټو نه پوهيږي، ځکه که چېرې هغوی پوهېدلی، نو هغوی به ځانو لره په سپکوونکي عذاب کې دومره نه وای ځنډولای، هغه دا چې هغوی په کومو سختو کارونو کې د سليمان عليه السلام لپاره بوخت وو، په دې ګومان چې هغه ژوندی دی هغوی څاري.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ سبأ • آیت 13 راتلونکې سبأ • آیت 15