Landscape MP4 Vertical MP4

سورت سبأ — آیت 27 (پښتو) — ویډیو

سبأ • آیت نمبر 27 (ټولې 54 آيتونه) • پښتو


قُلْ أَرُونِيَ الَّذِينَ أَلْحَقْتُمْ بِهِ شُرَكَاءَ ۖ كَلَّا ۚ بَلْ هُوَ اللَّهُ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ 27
ترجمه:
ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته هغه (معبودان) راوښیئ چې تاسو له هغه (الله) سره پیوست كړي دي، چې شریكان دي۔ (كله هم داسې نشي كېدى) بلكې همدغه الله ښه غالب، ښه حكمت والا دى سبأ ۳۴:۲۷
تفسیر:
ای رسوله! هغوی ته ووایه: هغه کسان راته وښيئ چې له الله سره مو شريکان ګرځولي وو چې په عبادت کې مو ورسره شريکول، هيڅکله نه، امر به داسې نه وي لکه تاسو يې چې فکر کوئ چې هغه لره به شريکان وي، بلکې همغه الله داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، په خپل پيدايښت کې مخلوق لره،او په هغه انداره کې چې لګولې یې ده او پخپله ژوره پاملرنه کې حکمت والا دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ سبأ • آیت 26 راتلونکې سبأ • آیت 28