ته ووایه: زمونږ رب به زمونږ په مینځ كې جمع وكړي، بیا به زمونږ په مینځ كې په حقه سره فیصله وكړي او هم دى ښه فیصله كوونكى، ښه عالم دى سبأ ۳۴:۲۶ ⧉
تفسیر:
هغوی ته ووايه: د قيامت په ورځ به الله موږ او تاسو را غونډوي، بيا به زموږ او ستاسو ترمنځ په عدالت پرېکړه کوي، نو حق والا به له باطل څخه بېل کړي، او همغه داسې پرېکړه کوونکی دی چې په عدالت پرېکړه کوي او پر هغه څه ښه پوه دی چې پرېکړه يې کوي.