Landscape MP4 Vertical MP4

سورت سبأ — آیت 46 (پښتو) — ویډیو

سبأ • آیت نمبر 46 (ټولې 54 آيتونه) • پښتو


قُلْ إِنَّمَا أَعِظُكُمْ بِوَاحِدَةٍ ۖ أَنْ تَقُومُوا لِلَّهِ مَثْنَىٰ وَفُرَادَىٰ ثُمَّ تَتَفَكَّرُوا ۚ مَا بِصَاحِبِكُمْ مِنْ جِنَّةٍ ۚ إِنْ هُوَ إِلَّا نَذِيرٌ لَكُمْ بَيْنَ يَدَيْ عَذَابٍ شَدِيدٍ 46
ترجمه:
ته (دوى ته) وایه: بېشكه زه تاسو ته يواځې دیوې خبرې وعظ كوم، دا چې تاسو خاص الله ته ودرېږئ، دوه دوه او یو یو، بیا ښه فكر وكړئ چې ستاسو په ملګري كې هېڅ لېونتوب نشته۔، نه دى دا مګر تاسو لره وېروونكى، د ډېر سخت عذاب نه مخكې سبأ ۳۴:۴۶
تفسیر:
ای رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: زه يوازې تاسو ته مشوره درکوم او د يو عادت نصيحت درته کوم، هغه دا چې تاسو له هوسونو پاک يوازې الله پاک ته دوه دوه يا يو یو ودرېږئ بيا مو د خپل ملګري په سيرت کې فکر وکړئ او په هغه څه کې چې د هغه د عقل، رېښتينولۍ او امانتدارۍ په اړه پرې پوهېږئ، تر څو درته څرګنده شي چې هغه صلی الله عليه وسلم لېونی نه دی، هغه نه دی مګر يوازې له يو راتلونکي عذاب څخه ستاسو وېروونکی دی که چېرې الله ته پر هغه د شرک کولو څخه توبه ونه باسئ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ سبأ • آیت 45 راتلونکې سبأ • آیت 47