ته (دوى ته) ووایه: هغه چې ما له تاسو نه څه اجرت غوښتى وي، نو هغه دې تاسو لپاره وي، زما اجر نشته مګر په الله باندې دى او هغه په هر شي باندې ښه ګواه (او ښه خبردار) دى سبأ ۳۴:۴۷ ⧉
تفسیر:
ای رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووايه: ما که تاسو ته په راوړې لارښوونه او خير له تاسو د کومې بدلې او مزدورۍ غوښتنه کړې وي د شتون په صورت کې، هغه دې تاسو لره وي، زما بدله يوازې پر يو الله ده، او هغه پاک ذات پر هرڅه شاهد دی، او هغه د دې خبرې شاهدي ورکوي چې ما تاسو ته رسونه وکړه، او ستاسو پر کړنو شاهدي ورکوي، نو بشپړه جزا به يې درکړي.