حال دا چې یقینًا دوى په ده سره له دې نه مخكې كافران شوي وو او دوى به بې له لیدلو ویشتل كول، له ډېر لرې ځایه سبأ ۳۴:۵۳ ⧉
تفسیر:
او له هغوی به څنګه ايمان حاصل او ومنل شي حال دا چې د دنيا په ژوند کې يې پرې کفر کړی او حق ته له رسېدو لېرې ګومان يې کړی دی، لکه د رسول صلی الله عليه وسلم په اړه د هغوی وينا چې کوډګر، کاهن او شاعر دی.