Landscape MP4 Vertical MP4

سورت سبأ — آیت 54 (پښتو) — ویډیو

سبأ • آیت نمبر 54 (ټولې 54 آيتونه) • پښتو


وَحِيلَ بَيْنَهُمْ وَبَيْنَ مَا يَشْتَهُونَ كَمَا فُعِلَ بِأَشْيَاعِهِمْ مِنْ قَبْلُ ۚ إِنَّهُمْ كَانُوا فِي شَكٍّ مُرِيبٍ 54
ترجمه:
او پرده به واچول شي د دوى په مینځ كې او په مینځ د هغه شي كې چې دوى يې غواړي (او ارمان يې كوي) لكه چې د دوى له ملګرو (هم جنسو) سره (دا كار) كړى شوى و له دوى نه مخكې، بېشكه دوى په اضطراب اچوونكي شك كې وو سبأ ۳۴:۵۴
تفسیر:
او دغه درواغ ګڼونکي د دنيا د هغوخوندونو ترلاسه کېدو، له کفر څخه د توبه اېستلو، له اوره د خونديتوب او د دنيا ژوند ته د ورګرځېدو څخه منع کړل شوي دي چې هغوی يې غواړي، لکه څنګه چې له هغوی مخکې د پخوانيو امتونو څخه د هغوی په سيالانو داسې څه تر سره کړل شول، بېشکه هغوی د الله د توحيد او پر بېرته را ژوندي کېدو له ايمان راوړلوڅخه چې رسولانو راوړي وو په شک کې دي، داسې شک کې چې د کفر لامل دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ سبأ • آیت 53 راتلونکې فاطر • آیت 1