ایا ده له ځانه په الله دروغ تړلي دي، یا په ده پورې لېونتوب دى۔ (داسې نه ده اى مشركانو!) بلكې هغه كسان چې په اخرت ایمان نه لري په عذاب او ډېرې لرې ګمراهۍ كې دي سبأ ۳۴:۸ ⧉
تفسیر:
او هغوی وويل: آيا دغه سړي پر الله درواغ تړلي، نو د هغه څه ګومان يې کړی چې زموږ له مرګ وروسته د بېرته را ژوندي کېدو ګومان يې کړی، او يا هغه لېونی دی چې داسې بې ځايه خبرې کوي چې هيڅ حقيقت نه لري؟ امر داسې نه دی لکه دغو خلکو چې ګومان کړی، بلکې خبره داده چې کوم کسان پر آخرت باور نه لري همدوی به د قيامت په ورځ په سخت عذاب او په دنيا کې له حقه په لېرې لارورکۍ کې وي.