Landscape MP4 Vertical MP4

سورت سبأ — آیت 9 (پښتو) — ویډیو

سبأ • آیت نمبر 9 (ټولې 54 آيتونه) • پښتو


أَفَلَمْ يَرَوْا إِلَىٰ مَا بَيْنَ أَيْدِيهِمْ وَمَا خَلْفَهُمْ مِنَ السَّمَاءِ وَالْأَرْضِ ۚ إِنْ نَشَأْ نَخْسِفْ بِهِمُ الْأَرْضَ أَوْ نُسْقِطْ عَلَيْهِمْ كِسَفًا مِنَ السَّمَاءِ ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَةً لِكُلِّ عَبْدٍ مُنِيبٍ 9
ترجمه:
ایا دوى نه دې كتلي هغه څه ته چې د دوى په مخ كې دي او هغه څه ته چې له دوى نه وروسته دي۔ له اسمانه او ځمكې نه۔، كه چېرې مونږ وغواړو (نو) دوى به په ځمكه كې ورډوب كړو، یا به په دوى له اسمانه ټوټې راوغورځوو۔، بېشكه په دغو (كارونو) كې خامخا لویه نښه ده د هر رجوع كوونكي بنده لپاره سبأ ۳۴:۹
تفسیر:
نو آيا دغه خلکو- چې د بېرته ژوندي را پورته کېدو درواغ ګڼونکي دي- د دوی په وړاندې زمکه او تر شایې آسمان نه دی ليدلی؟ که چیرته مونږ ددوی ډوبول وغواړو په ځمکه چې د پښو لاندې یې ده، نو کش به کړو مونږ دوی لره په ځمکه چې لاندې ددوی ده او که وغواړو چې پر هغوی له آسمانه يوه ټوټه را وغورځوو، نو پرې را وبه يې غورځوو، بېشکه په دغه کې د هر هغه بنده لپاره ښکاره نښه ده چې خپل پالونکي ته زيات ګرځېدونکی وي چې د الله پر قدرت پرې استدلال وکړي، نو څوک چې پر دغه ځواکمن وي هغه ستاسو له مرګ او ټوټې ټوټې کېدو وروسته ستاسو پر بيا ژوندي کولو هم ځواکمن دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ سبأ • آیت 8 راتلونکې سبأ • آیت 10