Landscape MP4 Vertical MP4

سورت فاطر — آیت 28 (پښتو) — ویډیو

فاطر • آیت نمبر 28 (ټولې 45 آيتونه) • پښتو


وَمِنَ النَّاسِ وَالدَّوَابِّ وَالْأَنْعَامِ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ كَذَٰلِكَ ۗ إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ ۗ إِنَّ اللَّهَ عَزِيزٌ غَفُورٌ 28
ترجمه:
او له خلقو او زنده سرو او څارویو څخه (داسې قسم دى چې) د دغو رنګونه سره مختلف دي هم داسې، بېشكه هم دا خبره ده چې له الله نه د هغه په بنده ګانو كې يواځې عالمان وېږېږي۔، بېشكه الله ښه غالب، ډېر بخښونكى دى فاطر ۳۵:۲۸
تفسیر:
او له خلکو، ژويو او څارويو (اوښانو، غويانو او پسونو) چې بېلابېل رنګونه لري لکه دغه ياد شوي چې دي. بېشکه د الله د مقام درناوی او له هغه وېرېدونکي يوازې عالمان دي، ځکه هغوی يې صفتونه، شريعت او د قدرت دليلونه پېژني، بېشکه الله داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې برلاسی کېدلای، له خپلو بندګانو چې څوک توبه ورته وباسي ګناهونه يې بښي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ فاطر • آیت 27 راتلونکې فاطر • آیت 29