Landscape MP4 Vertical MP4

سورت فاطر — آیت 29 (پښتو) — ویډیو

فاطر • آیت نمبر 29 (ټولې 45 آيتونه) • پښتو


إِنَّ الَّذِينَ يَتْلُونَ كِتَابَ اللَّهِ وَأَقَامُوا الصَّلَاةَ وَأَنْفَقُوا مِمَّا رَزَقْنَاهُمْ سِرًّا وَعَلَانِيَةً يَرْجُونَ تِجَارَةً لَنْ تَبُورَ 29
ترجمه:
بېشكه هغه كسان چې د الله كتاب لولي او لمونځ قايموي او انفاق كوي له هغه (مال) نه چې دوى ته مونږ وركړى دى، په پټه او په ښكاره۔، دوى د داسې تجارت امېد لري چې له سره به هلاك نشي فاطر ۳۵:۲۹
تفسیر:
بېشکه هغه کسان چې د الله هغه کتاب لولي چې پر خپل رسول مو نازل کړی او څه چې په هغو کې دي پر هغو عمل کوي، او په ښه توګه لمونځ کوي، او د زکات او په نورو لارو کې هغوی ته زموږ له ورکړې روزۍ په پټه او ښکاره لګښت کوي، پر دغو کړنو د الله په وړاندې د داسې سوداګرۍ هيله لري چې هیڅکله به ناچله نه شي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ فاطر • آیت 28 راتلونکې فاطر • آیت 30