او هغه څه چې مونږ تا ته له كتابه وحي كړي دي هم دغه حق دي، په داسې حال كې چې تصدیق كوونكى دى د هغو (كتابونو) چې له ده نه مخكې وو، بېشكه الله په خپلو بنده ګانو باندې خامخا ښه خبردار، ښه لیدونكى دى فاطر ۳۵:۳۱ ⧉
تفسیر:
او ای رسوله! له کتابه مو د داسې حق وحي تاته کړې چې هيڅ شک پکې نشته، هغه الله د پخوانيو کتابونو د تصديق کوونکي په توګه نازله کړې ده، بېشکه الله پر خپلو بندګانو ليدونکی دی، او هغه د هر امت رسول ته هغه څه وحي کوي چې په خپله زمانه کې ورته اړتيا لري.