Landscape MP4 Vertical MP4

سورت فاطر — آیت 32 (پښتو) — ویډیو

فاطر • آیت نمبر 32 (ټولې 45 آيتونه) • پښتو


ثُمَّ أَوْرَثْنَا الْكِتَابَ الَّذِينَ اصْطَفَيْنَا مِنْ عِبَادِنَا ۖ فَمِنْهُمْ ظَالِمٌ لِنَفْسِهِ وَمِنْهُمْ مُقْتَصِدٌ وَمِنْهُمْ سَابِقٌ بِالْخَيْرَاتِ بِإِذْنِ اللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ هُوَ الْفَضْلُ الْكَبِيرُ 32
ترجمه:
بیا مونږ د دغه كتاب (قرآن) وارثان كړل هغه كسان چې مونږ په خپلو بنده ګانو كې غوره (او انتخاب) كړي وو، بیا په دوى كې ځینې په خپل ځان ظلم كوونكي دي او ځینې په دوى كې مینځ لاري دي او ځینې په دوى كې نېكیو ته ړومبى كېدونكي دي، د الله په حكم سره، یقینًا همدغه ډېر لوى فضل دى فاطر ۳۵:۳۲
تفسیر:
بيا مو د محمد صلی الله عليه وسلم هغه امت ته چې له امتونو مو غوره کړی وو قرآن ورکړ، نو ځينې يې د نارواوو په ترسره کولو او واجباتو په پرېښودلو پر ځان ظلم کوونکي دي او ځينې يې د واجباتو په کولو او نارواوو په پرېښودلو منځلاري دي سره له دې چې د ځينو مستحباتو پرېښودونکي او ځينو مکروهاتو ترسره کوونکي دي، او ځينې د الله په امر ښېګڼې ته مخکې کېدونکي دي، هغه د واجباتو او مستحباتو په کولو او حرامو او مکروهاتو په پرېښودلو سره، دغه ياد شوي چې د دغه امت غوره کول او هغوی ته د قرآن ورکول هغه لوی فضل دی چې هيڅ فضل نه شي ور نېږدې کېدلای.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ فاطر • آیت 31 راتلونکې فاطر • آیت 33