Landscape MP4 Vertical MP4

سورت فاطر — آیت 40 (پښتو) — ویډیو

فاطر • آیت نمبر 40 (ټولې 45 آيتونه) • پښتو


قُلْ أَرَأَيْتُمْ شُرَكَاءَكُمُ الَّذِينَ تَدْعُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَرُونِي مَاذَا خَلَقُوا مِنَ الْأَرْضِ أَمْ لَهُمْ شِرْكٌ فِي السَّمَاوَاتِ أَمْ آتَيْنَاهُمْ كِتَابًا فَهُمْ عَلَىٰ بَيِّنَتٍ مِنْهُ ۚ بَلْ إِنْ يَعِدُ الظَّالِمُونَ بَعْضُهُمْ بَعْضًا إِلَّا غُرُورًا 40
ترجمه:
(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: ایا تاسو خپل شریكان لیدلي دي هغه چې تاسو يې له الله نه غیر بلئ، تاسو ما ته وښیئ چې دوى له ځمكې څخه څه پیدا كړي دي۔، یا د دوى لپاره په اسمانونو كې څه شراكت (او برخه) شته؟ یا مونږ دوى ته څه كتاب وركړى دى، نو دوى له هغه نه په پاخه دلیل باندې (ولاړ) دي؟ ۔ بلكې ظالمان (چې دي) د دوى ځینې د ځینو نورو سره وعده نه كوي مګر د دوكې فاطر ۳۵:۴۰
تفسیر:
ای رسوله! دغو مشرکانو ته ووايه: له خپلو هغو شريکانو مو خبر راکړئ چې تاسو يې له الله پرته بندګي کوئ، له ځمکې يې څه پيداکړي دي؟ آيا غرونه يې پيداکړي؟ يا يې د هغې نهرونه پيداکړي؟ يا يې د هغې ژوي پيداکړي؟ او يا هغوی د آسمانونو په پيدايښت کې له الله سره شريکان دي؟ او يا مو هغوی ته داسې کتاب ورکړی چې په هغې کې د غیرالله دعبادت صحت[جواز] د پاره دلیل وي؟ له دغه هيڅ نه دي حاصل، بلکې د کفر او ګناهونو له امله پرځانو ظلم کوونکي ځينې يې ځينو ته يوازې د دوکې ژمنه ورکوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ فاطر • آیت 39 راتلونکې فاطر • آیت 41