دغه (الله) همغه ذات دى چې تاسو يې په ځمكه كې (د تېرو خلقو) خلیفګان جوړ كړئ، نو هغه څوك چې كافر شو، نو خاص په همده باندې د ده (د) كفر (ضرر) دى۔ او كافرانو ته د دوى كفر د خپل رب په نیز نه ورزیاتوي مګر غضب، او كافرانو ته د دوى كفر نه وزریاتوي مګر تاوان فاطر ۳۵:۳۹ ⧉
تفسیر:
او ای خلکو همغه ذات دی چې ستاسو ځينې يې د ځينو نورو په ځمکه کې ځای ناستي ګرځولي دي، ترڅو مو وازمويي چې څنګه عمل کوئ، چا چې پر الله او پر هغه څه کفر وکړ چې رسولان ورسره راغلي دي، نو د کفر ګناه او سزا يې همغه ته ورګرځېدونکې ده، کفر يې پالونکي ته ضرر نه شي رسولای، او کافرانو ته يې کفر د الله پاک په وړاندې له سختې کينې پرته بل څه نه ورزياتوي، او کافرانو ته يې کفر يوازې تاوان ورزياتوي، داسې چې هغه څه به له لاسه ورکړي چې الله په جنت کې ورته چمتو کړي دي که چېرې يې ايمان راوړی وی.