او دوى په الله قسمونه وخوړل، خپل پاخه قسمونه، خامخا كه دوى ته كوم وېروونكى راغى (نو) دوى په خامخا ضرور په امتونو كې له هر یو نه ډېر هدایت موندونكي وي، نوكله چې دوى ته وېروونكى راغى، نو دوى ته يې زیاته نه كړه مګر تېښته فاطر ۳۵:۴۲ ⧉
تفسیر:
او دغو درواغ ګڼونکو کافرانو سختې او ټينګې لوړې وکړې: که چېرې هغوی لره د الله له لوري رسول راشي چې د الله له عذابه يې ډاروي، نو هغوی به هرومرو له يهودو، نصاراوو او نورو څخه زيات په سمه لار او د حق پيروان وي، خو کله چې محمد صلی الله عليه وسلم هغوی ته د خپل پالونکي لخوا د رسول په توګه راغی چې هغوی يې د الله له عذابه وېرول، د هغه راتګ ورته له حقه د لېرې والي او له باطل سره تر تړاو پرته بل څه ور زيات نه کړل، نو پر هغه څه يې وفا ونه کړه چې ټينګې لوړې يې پرې کړې وې چې هغوی به تر هغو زيات په سمه لار وي چې له هغوی مخکې تېر شوي دي.