Landscape MP4 Vertical MP4

سورت فاطر — آیت 43 (پښتو) — ویډیو

فاطر • آیت نمبر 43 (ټولې 45 آيتونه) • پښتو


اسْتِكْبَارًا فِي الْأَرْضِ وَمَكْرَ السَّيِّئِ ۚ وَلَا يَحِيقُ الْمَكْرُ السَّيِّئُ إِلَّا بِأَهْلِهِ ۚ فَهَلْ يَنْظُرُونَ إِلَّا سُنَّتَ الْأَوَّلِينَ ۚ فَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّتِ اللَّهِ تَبْدِيلًا ۖ وَلَنْ تَجِدَ لِسُنَّتِ اللَّهِ تَحْوِيلًا 43
ترجمه:
په ځمكه كې د لويي كولو لپاره او د ډېر بد مكر كولو لپاره، او ډېر بد مكر يواځې په خپل اهل (مكر كوونكي) چاپېره كېږي۔، نو دوى انتظار نه كوي مګر د ړومبنو خلقو د طریقې، نو ته به د الله طریقې لره له سره هېڅ تبدیلي ونه مومې او ته به د الله طریقې لره له سره څه ګرځول ونه مومې فاطر ۳۵:۴۳
تفسیر:
او د هغوی پر الله قسم (لوړه) کول چې پر کوم څه يې لوړه وکړه د ښه نيت او سمې موخې له امله نه و، بلکې په ځمکه کې د لويي غوښتنې او د خلکو د دوکې لپاره وو، او ناوړه چل يوازې پر خپلو څښتنانو چل کوونکو را چاپېريږي، نو آيا دغه لويي غوښتونکي چل کوونکي د الله د ثابتې کړنلارې پرته د بل څه انتظار کوي، چې د هغوی تباه کول دي لکه څنګه چې له هغوی مخکې سيالان يې تباه کړل؟! د لويي غوښتونکو په تباه کولو کې به د الله کړنلارې لره هيڅکله هيح بدلون ونه مومې چې پر هغوی دې واقع نه شي او نه به ګرځېدل ومومې چې له هغوی پرته پر بل چا دې واقع شي، ځکه هغه الهي ثابته کړنلاره ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ فاطر • آیت 42 راتلونکې فاطر • آیت 44