ایا دوى په ځمكه كې نه دي ګرځېدلي، پس چې وویني چې د هغو كسانو انجام څنګه و چې له دوى نه مخكې وو، او هغوى له دوى نه په قوت كې زیات سخت و۔ او الله كله هم داسې نه دى چې هغه لره دې عاجزه كړي هېڅ كوم شى په اسمانونوكې او په ځمكه كې، بېشكه هغه (الله) له ازله ښه پوه، ښه قادر دى فاطر ۳۵:۴۴ ⧉
تفسیر:
آيا له قريشو ستا درواغ ګڼونکي په ځمکه کې نه دي ګرځېدلي، چې فکر يې کړی وای، چې له هغوی مخکې د هغو کسانو پايله څنګه وه چې رسولان يې درواغ ګڼل؟ آيا د هغوی پايله بده پايله نه وه چې الله هغوی تباه کړل، او هغوی له قريشو د ځواک له پلوه سخت وو؟! او الله داسې نه دی چې په آسمانونو او يا په ځمکه کې دې څه ترې پاتې شي، بېشکه الله د دغو درواغ ګڼونکو پر کړنو ښه پوه دی، د هغوی له کړنو هيڅ هم نه ترې پټيږي او نه ترې پاتې کيږي، کله چې وغواړي د هغوی پر تباه کولو ځواکمن دی.