Landscape MP4 Vertical MP4

سورت فاطر — آیت 45 (پښتو) — ویډیو

فاطر • آیت نمبر 45 (ټولې 45 آيتونه) • پښتو


وَلَوْ يُؤَاخِذُ اللَّهُ النَّاسَ بِمَا كَسَبُوا مَا تَرَكَ عَلَىٰ ظَهْرِهَا مِنْ دَابَّةٍ وَلَٰكِنْ يُؤَخِّرُهُمْ إِلَىٰ أَجَلٍ مُسَمًّى ۖ فَإِذَا جَاءَ أَجَلُهُمْ فَإِنَّ اللَّهَ كَانَ بِعِبَادِهِ بَصِيرًا 45
ترجمه:
او كه چېرې الله خلق نیولي وى په سبب د هغو (بدو عملونو) چې دوى كړي دي، نو د دې (ځمكې) په شا به يې هېڅ زنده سر (خوځنده) نه و پرېښى او لېكن دوى تر ټاكل شوې نېټې پورې وروسته كوي، نو كله چې د دوى نېټه راشي، نو بېشكه الله خپلو بنده ګانو لره ښه لیدونكى دى فاطر ۳۵:۴۵
تفسیر:
او که الله د خلکو لپاره د هغه څه د سزا په ورکولو کې بيړه کولای چې هغوی کوم ګناهونه کړي دي او کومې تېروتنې يې ترسره کړې دي، نو ټول د ځمکې خلک او د کومو ژويو او مالونو چې هغوی یې څښتنان دي هغه به يې سمدستي تباه کړي وای، خو هغه پاک ذات يې د خپلې پوهې سره سم تر يوې ټاکلې مودې پورې وروسته کوي چې هغه د قيامت ورځ ده، نو کله چې د قيامت ورځ راشي، بيا الله پر خپلو بندګانو ښه ليدونکی دی له هغوی هيڅ هم نه ترې پټيږي، چې هغوی ته به يې د کړنو بدله ورکړي، که خير وه، نو خير او که شر وه، نو شر.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ فاطر • آیت 44 راتلونکې یس • آیت 1