او دوى ته یو شان ده كه ته دوى ووېروې، یا ته دوى ونه وېروې، دوى ایمان نه راوړي یس ۳۶:۱۰ ⧉
تفسیر:
د دغو حق سره ضد کوونکو کافرانو لپاره برابره ده ای محمده! که يې ووېروې او يا يې و نه وېروې، هغوی پر هغه څه ايمان نه راوړي چې د الله له لوري ورسره راغلی يې.