Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یس — آیت 11 (پښتو) — ویډیو

یس • آیت نمبر 11 (ټولې 83 آيتونه) • پښتو


إِنَّمَا تُنْذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ وَخَشِيَ الرَّحْمَٰنَ بِالْغَيْبِ ۖ فَبَشِّرْهُ بِمَغْفِرَةٍ وَأَجْرٍ كَرِيمٍ 11
ترجمه:
بېشكه همدا خبره ده چې ته يواځې هغه څوك وېروې چې د ذكر (قرآن) پیروي كوي او له رحمٰن نه په نالیدلو وېرېږي، نو ته دغه كس ته د مغفرت او د ډېر عزت والا اجر زېرى وركړه یس ۳۶:۱۱
تفسیر:
بېشکه څوک چې په حقه ستا له وېرولو ګټه پورته کوي هغه څوک دي چې دغه قرآن رېښتينی بولي او په هغو کې چې څه دي د هغو پيروي کوي او په پټه له خپل پالونکي ډاريږي، داسې چې بل څوک يې نه ويني، نو څوک چې دغه صفتونه لري هغو ته د هغه څه خبر ورکړه چې خوشحالوي يې چې هغه د الله د لوري د ګناهونو له مینځه وړل دي،او د هغه د ګناهونو بښنه او داسې لوی ثواب دی چې په آخرت کې به يې انتظار کوي چې هغه جنت ته ننوتل دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یس • آیت 10 راتلونکې یس • آیت 12