Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یس — آیت 12 (پښتو) — ویډیو

یس • آیت نمبر 12 (ټولې 83 آيتونه) • پښتو


إِنَّا نَحْنُ نُحْيِي الْمَوْتَىٰ وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوا وَآثَارَهُمْ ۚ وَكُلَّ شَيْءٍ أَحْصَيْنَاهُ فِي إِمَامٍ مُبِينٍ 12
ترجمه:
بېشكه مونږ، همدا مونږ مړي ژوندي كوو او مونږ هغه څه لیكو چې دوى يې مخكې لېږي او د دوى پاتې نښې (هم) او هر شى، مونږ هغه په ښكاره اصل (لوح محفوظ) كې درج كړى دى یس ۳۶:۱۲
تفسیر:
له شک پرته موږ مړي را ژوندي کوو د قيامت په ورځ د حساب لپاره د هغوی په بېرته را پاڅولو سره، او ليکو د هغوی هغه نېک او بد عملونه چې د دنيا په ژوند کې يې مخکې لېږلي دي او د هغوی له مرګ وروسته هغوی لره هغه پاتې اغېز يې ليکو، هغه که نېک وي لکه صدقه جاریه، او يا بد وي لکه کفر، او موږ هر څه په څرګند کتاب کې شمېرلي دي چې هغه لوح محفوظ دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یس • آیت 11 راتلونکې یس • آیت 13