سوره ابراهیم (آیت 27)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




14 ابراهیم(إبراهيم)، آیت ۲۷

يُثَبِّتُ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا بِالْقَوْلِ الثَّابِتِ فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَفِي الْآخِرَةِ ۖ وَيُضِلُّ اللَّهُ الظَّالِمِينَ ۚ وَيَفْعَلُ اللَّهُ مَا يَشَاءُ 27 ٢٧

الله هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى په ثابته خبره باندې مضبوطوي، په دنيايي ژوند كې او په اخرت كې او الله ظالمان ګمراه كوي او الله چې څه وغواړي هغه كوي (۲۷)

تفسیر
الله مؤمنان د توحيد په ثابته کلمه په بشپړه ايمان سره د دنيا په ژوند کې ثابتوي تردې چې مړه شي حال داچې هغوی پر ايمان وي، په برزخ کې په خپلو قبرونو کې يې د پوښتنې پرمهال او د قيامت په ورځ يې ثابتوي، پر الله د شرک او کفر له امله الله ظالمان لارورکي کوي له حق او لارښوونې څخه، او الله هغه څه کوي له لارورکۍ چې په خپل عدل د چا د لارورکۍ اراده وکړي، له لارښوونې چې په خپله پېرزوينه د چا لارښوونه وغواړي؛ نو هغه پاک ذات لره کوم اړ اېستونکی نشته.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ