Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یس — آیت 14 (پښتو) — ویډیو

یس • آیت نمبر 14 (ټولې 83 آيتونه) • پښتو


إِذْ أَرْسَلْنَا إِلَيْهِمُ اثْنَيْنِ فَكَذَّبُوهُمَا فَعَزَّزْنَا بِثَالِثٍ فَقَالُوا إِنَّا إِلَيْكُمْ مُرْسَلُونَ 14
ترجمه:
كله چې مونږ دوى ته دوه پېغمبران ولېږل، نو دوى هغو دواړو ته دروغجن وویل، نو مونږ (دغه) په دریم سره مضبوط كړل، نو دغو (رسولانو) وویل: بېشكه مونږ تاسو ته رسولان (رالېږل شوي) یو یس ۳۶:۱۴
تفسیر:
کله مو چې لومړی دوه رسولان ور ولېږل ترڅو د الله يووالي او د هغه عبادت ته يې را وبولي، خو دغه دواړه رسولان يې درواغجن وګڼل، نو هغوی دواړه مو د درېيم رسول په ورلېږلو سره قوي کړل، چې درې واړو رسولانو د کلي خلکو ته وويل: له شک پرته موږ درې واړه تاسو ته را لېږل شوي يو، تر څو د الله يووالي او د هغه د شريعت پيروۍ ته مو را وبولو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یس • آیت 13 راتلونکې یس • آیت 15