دوى وویل، تاسو نه يئ مګر زمونږ په شان انسانان۔ او رحمٰن هېڅ شى هم نه دى نازل كړى، نه یئ تاسو مګر دروغ وایئ یس ۳۶:۱۵ ⧉
تفسیر:
د کلي خلکو رسولانو ته وويل: تاسو يوازې زموږ غوندې بشر ياست، تاسو پر موږ کوم غوروالی نه لرئ، او رحمان (الله) پر تاسو کومه وحي هم نه ده نازله کړې، او نه ياست تاسو مګر دا چې په خپله دغه دعوی کې پر الله درواغ تړئ.