Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یس — آیت 27 (پښتو) — ویډیو

یس • آیت نمبر 27 (ټولې 83 آيتونه) • پښتو


بِمَا غَفَرَ لِي رَبِّي وَجَعَلَنِي مِنَ الْمُكْرَمِينَ 27
ترجمه:
په هغه شي چې زما رب ما ته په هغه سره بخښنه وكړه او زه يې له عزتمنو څخه كړمه یس ۳۶:۲۷
تفسیر:
د هغه له شهادت وروسته هغه ته د درناوي په توګه وويل شول: جنت ته ننوځه، کله چې د ننه شو او په هغه کې یې نعمتونه وليدل د هيله کوونکي په توګه يې وويل: های کاشکي زما هغه قوم چې زه يې درواغجن وګڼلم او ويې وژلم پر هغه څه پوهېدلای چې ماته کومه د ګناهونو بښنه حاصله شوه، او پالونکي مې په کوم څه درناوی کړی دی، نو هغوی به ايمان راوړی وو لکه ما چې ايمان راوړی دی، او زما غوندې بدله به يې ترلاسه کړې وای.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یس • آیت 26 راتلونکې یس • آیت 28