Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یس — آیت 28 (پښتو) — ویډیو

یس • آیت نمبر 28 (ټولې 83 آيتونه) • پښتو


وَمَا أَنْزَلْنَا عَلَىٰ قَوْمِهِ مِنْ بَعْدِهِ مِنْ جُنْدٍ مِنَ السَّمَاءِ وَمَا كُنَّا مُنْزِلِينَ 28
ترجمه:
او مونږ له هغه نه وروسته د ده په قوم باندې له اسمان نه هېڅ لښكر راكوز نه كړ او نه مونږ نازلوونكي وو یس ۳۶:۲۸
تفسیر:
او موږ د هغه د قوم د تباه کولو لپاره کوم چې هغه يې درواغجن بللی او وژلی يې دی، د پرېښتو لښکر نه لېږو، چې له اسمانه يې ولېږو، او نه موږ پر امتونو د پرېښتو لېږونکي يو، کله يې چې تباه کوو، نو کار يې موږ ته تردې هم ډېر اسانه دی، نو د هغوی تباهي له اسمانه په يوه چېغه کوو، نه د عذاب د پرېښتو په لېږلو سره.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یس • آیت 27 راتلونکې یس • آیت 29