Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یس — آیت 8 (پښتو) — ویډیو

یس • آیت نمبر 8 (ټولې 83 آيتونه) • پښتو


إِنَّا جَعَلْنَا فِي أَعْنَاقِهِمْ أَغْلَالًا فَهِيَ إِلَى الْأَذْقَانِ فَهُمْ مُقْمَحُونَ 8
ترجمه:
بېشكه مونږ د دوى په غاړو (څټونو) كې طوقونه اچولي دي، نو دغه (طوقونه)  تر زنو پورې دي، نو (په دې سره) دوى جګ سري كړى شوي دي یس ۳۶:۸
تفسیر:
هغوی په دې کې د هغه چا غوندې دي چې په غاړو کې يې ځنځيرونه ور اچول شوي وي، او لاسونه يې له غاړو سره تر زنو لاندې يوځای کړل شوي وي، نو د آسمان خوا ته د خپلو سرونو پورته کولو ته اړشوي وي، چې د ټيټولو توان يې نه لري، نو دغه پر الله له ايمان څخه تړل شوي دي چې پر هغه باور نه لري او د هغه لپاره سرونه نه شي ټيټولی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یس • آیت 7 راتلونکې یس • آیت 9