Landscape MP4 Vertical MP4

سورت یس — آیت 7 (پښتو) — ویډیو

یس • آیت نمبر 7 (ټولې 83 آيتونه) • پښتو


لَقَدْ حَقَّ الْقَوْلُ عَلَىٰ أَكْثَرِهِمْ فَهُمْ لَا يُؤْمِنُونَ 7
ترجمه:
یقینًا یقینًا د دوى په زیاترو باندې (د عذاب) خبره ثابته شوې ده، نو (په دې وجه) دوى ایمان نه راوړي یس ۳۶:۷
تفسیر:
او له شک پرته پر ډېری دغو خلکو د الله له لوري عذاب رېښتيا شو، وروسته تردې چې هغوی ته د الله له لوري د خپل رسول په ژبه يې حق ورسېدلو، نو هغوی ايمان پرې را نه وړ، او پر خپل کفر پاتې شول، چې هغوی پر الله او د هغه پر رسول ايمان نه راوړي او نه پر هغه حق پوهيږي چې ورته راغلی دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ یس • آیت 6 راتلونکې یس • آیت 8