او مونږ اسمان او ځمكه او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي داسې نه دي پیدا كړي، چې باطل (او عبث) دي دغه (باطل پیدا كول) د كافران شویو خلقو ګمان دى، نو دا كافران شویو خلقو لپاره له اوره هلاكت (او عذاب) دى ص ۳۸:۲۷ ⧉
تفسیر:
او مونږ آسمان او زمکه چټي ندي پېدا کړي، دا خو د هغو کسانو ګومان دی چې کفر یې کړی، نو د هغو کافرانو لپاره چې دا ګومان کوي د قیامت په ورځ د اور د عذاب هلاکت دی کله چې په همدې کفر او په الله د بد ګومانۍ په حال کې مړه شي.