Landscape MP4 Vertical MP4

سورت ص — آیت 26 (پښتو) — ویډیو

ص • آیت نمبر 26 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


يَا دَاوُودُ إِنَّا جَعَلْنَاكَ خَلِيفَةً فِي الْأَرْضِ فَاحْكُمْ بَيْنَ النَّاسِ بِالْحَقِّ وَلَا تَتَّبِعِ الْهَوَىٰ فَيُضِلَّكَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ ۚ إِنَّ الَّذِينَ يَضِلُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ لَهُمْ عَذَابٌ شَدِيدٌ بِمَا نَسُوا يَوْمَ الْحِسَابِ 26
ترجمه:
اى داوده! بېشكه مونږ ته په ځمكه كې خلیفه ګرځولى يې، نو ته د خلقو په مینځ كې په حقه سره فیصلې كوه او د خواهشاتو پيروي مه كوه، (ګنې) نو تا به د الله له لارې نه ګمراه كړي، بېشكه هغه كسان چې د الله له لارې نه ګمراه كېږي، د هغوى لپاره ډېر سخت عذاب دى، په سبب د دوى د هېرولو ورځې د حساب لره ص ۳۸:۲۶
تفسیر:
ای داوده! بېشکه مونږ ته پر ځمکه کې خلیفه وګرځولې چې احکام نافذوې او دیني او دنیوي مسائل فېصله کوې، نو د خلکو ترمنځ په انصاف سره پرېکړه کوه، او د خلکو تر منځ د فیصلې کولو پر مهال هوس پسې مه ځه؛ چې یو جګړه مار ته د خپلولۍ یا دوستۍ له کبله ورکوږ شې او بل څخه د دښمنۍ له کبله کوږ شې، نو هوس به دې د الله له نېغې لارې څخه بې لارې کړي، بېشکه هغه کسان چې د الله له نېغې لارې څخه بې لارې کېږي هغوی لپاره ځواکمن عذاب دی، لدې کبله چې د حساب ورځ یې هېره کړې؛ ځکه که چېرې یې په یاد وی او ترې ډارېدلی نو خپلو هوسونو سره به نه کږېدلی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ ص • آیت 25 راتلونکې ص • آیت 27