Landscape MP4 Vertical MP4

سورت ص — آیت 43 (پښتو) — ویډیو

ص • آیت نمبر 43 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


وَوَهَبْنَا لَهُ أَهْلَهُ وَمِثْلَهُمْ مَعَهُمْ رَحْمَةً مِنَّا وَذِكْرَىٰ لِأُولِي الْأَلْبَابِ 43
ترجمه:
او مونږ ده ته د ده اهل وركړ او له دوى سره د دوى په مثل (نور هم) له خپل جانب نه د رحمت له وجې او عقلمندو ته د نصیحت لپاره ص ۳۸:۴۳
تفسیر:
نو دعا مو ورته قبوله کړه او رنځ مو ترې لرې کړ، او کورنۍ مو ورکړه او نور بچي او لمسي مو هماغسې ور زیات کړل، زمونږ لخوا لورینه وه ورباندې، او د ده د صبر کولو بدله وه، او دې لپاره چې د غوره عقولونو څښتنان پند واخلي چې د صبر پایله راحت او ثواب دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ ص • آیت 42 راتلونکې ص • آیت 44