Landscape MP4 Vertical MP4

سورت ص — آیت 44 (پښتو) — ویډیو

ص • آیت نمبر 44 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


وَخُذْ بِيَدِكَ ضِغْثًا فَاضْرِبْ بِهِ وَلَا تَحْنَثْ ۗ إِنَّا وَجَدْنَاهُ صَابِرًا ۚ نِعْمَ الْعَبْدُ ۖ إِنَّهُ أَوَّابٌ 44
ترجمه:
او ته په خپل لاس سره جارو ونیسه، نو په هغې سره وهل وكړه او مه حانث كېږه، بېشكه مونږ هغه صابر ومونده، (هغه) ښه سړى و، بېشكه هغه ډېر رجوع كوونكى و ص ۳۸:۴۴
تفسیر:
کله چې ایوب علیه السلام خپلې میرمنې ته غصه شو، نو قسم یې وخوړ چې خامخا به یې سل درې وهي، مونږ ورته وویل: ای ایوبه! د ډکو یوه ګېډۍ دې په لاس کې واخله نو د خپل قسم څخه د خلاصېدو په موخه يې پرې ووهه، او په هغه قسم چې تا کړې ځان مه ګنهګاروه، نو د ډکو ګېډۍ یې واخیسته او پرې یې ووهله، بېشکه مونږ ده لره په هغه څه چې پرې مو ازمایلی و صبر کوونکی وموند، څومره ښه بنده ؤ هغه، بېشکه الله ته زیات ورګرځېدونکی ؤ.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ ص • آیت 43 راتلونکې ص • آیت 45