Landscape MP4 Vertical MP4

سورت ص — آیت 59 (پښتو) — ویډیو

ص • آیت نمبر 59 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


هَٰذَا فَوْجٌ مُقْتَحِمٌ مَعَكُمْ ۖ لَا مَرْحَبًا بِهِمْ ۚ إِنَّهُمْ صَالُو النَّارِ 59
ترجمه:
دغه یوه ډله ده چې له تاسو سره په ډېر تكلیف سره ننوتونكي دي، دوى ته دې هېڅ خوشالي نه وي، بېشكه دوى اور ته داخلېدونكي دي ص ۳۸:۵۹
تفسیر:
او کله چې دوزخیان ننوځي نو د دوی تر منځ هغه ښکنځلې وشي کومې چې د جګړه مارو ترمنځ وي، او یو له بل څخه بېزاره شي، نو ځینې یې وایي: دا ډله د دوزخیانو تاسو سره دوزخ ته ننوځي، نو ځواب ورکوي: دوی ته دې هرکلی نه وي، دوی به هم د اور هغه شان عذاب څکي چې مونږ یې څکو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ ص • آیت 58 راتلونکې ص • آیت 60