Landscape MP4 Vertical MP4

سورت ص — آیت 60 (پښتو) — ویډیو

ص • آیت نمبر 60 (ټولې 88 آيتونه) • پښتو


قَالُوا بَلْ أَنْتُمْ لَا مَرْحَبًا بِكُمْ ۖ أَنْتُمْ قَدَّمْتُمُوهُ لَنَا ۖ فَبِئْسَ الْقَرَارُ 60
ترجمه:
هغوى به ووايي: بلكې تاسو چې یئ، تاسو ته دې هېڅ خوشالي نه وي، تاسو دغه (عذاب) مونږ ته راوړاندې كړى دى، نو دا (دوزخ) بد قرار ځاى دى ص ۳۸:۶۰
تفسیر:
د تابعدارانو ډله به خپلو مشرانو ته وایي: بلکې تاسو -ای تابعداري کړل شوو مشرانو- ته دې هرکلی نه وي، هم تاسو زمونږ د دې دردناک عذاب لامل یاست زمونږ په بې لارې کولو او ستاسو په سرکښۍ کولو، نو بد تمځای خو همدا تمځای دی، د ټولو هغه تمځای چې د دوزخ اور دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ ص • آیت 59 راتلونکې ص • آیت 61