Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الزمر — آیت 10 (پښتو) — ویډیو

الزمر • آیت نمبر 10 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


قُلْ يَا عِبَادِ الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا رَبَّكُمْ ۚ لِلَّذِينَ أَحْسَنُوا فِي هَٰذِهِ الدُّنْيَا حَسَنَةٌ ۗ وَأَرْضُ اللَّهِ وَاسِعَةٌ ۗ إِنَّمَا يُوَفَّى الصَّابِرُونَ أَجْرَهُمْ بِغَيْرِ حِسَابٍ 10
ترجمه:
ته (دوى ته د الله له جانبه) ووایه: اى زما هغو بنده ګانو چې ایمان يې راوړى دى: تاسو له خپل رب نه ووېرېږئ، د هغو كسانو لپاره چې په دنیا كې يې نېكي كړې ده؛ لویه نېكي (او بدله) ده او د الله ځمكه فراخه ده، بېشكه يواځې صبر كوونكو ته د هغوى اجر بې حسابه پوره وركاوه شي الزمر ۳۹:۱۰
تفسیر:
ای رسوله! زما هغو بندګانو ته چې پر ما او زما په رسولانو یې ایمان راوړی ووایه: د خپل رب څخه د هغه د اوامرو په تر سره کولو، او د هغه له نواهیو په ځان ساتلو ووېریږئ، د هغو کسانو لپاره چې په دنیا کې یې نېک عمل ترسره کړی، په دنیا کې نېکه (بدله) ده په بریا، صحت او مال سره، او په آخرت کې په جنت سره، او د الله ځمکه پراخه ده، نو تاسو ورته هجرت وکړئ څو داسې ځای ومومئ چې د الله عبادت پکې وکړئ، هېڅ منع کوونکی مو ترې منع نه کړي، بېشکه صبر کوونکو ته د قیامت په ورځ بې شمیره او بې اندازې ثواب ورکول کېږي د ډیروالي او د ډولونو له امله.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الزمر • آیت 9 راتلونکې الزمر • آیت 11