Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الزمر — آیت 9 (پښتو) — ویډیو

الزمر • آیت نمبر 9 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


أَمَّنْ هُوَ قَانِتٌ آنَاءَ اللَّيْلِ سَاجِدًا وَقَائِمًا يَحْذَرُ الْآخِرَةَ وَيَرْجُو رَحْمَةَ رَبِّهِ ۗ قُلْ هَلْ يَسْتَوِي الَّذِينَ يَعْلَمُونَ وَالَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ ۗ إِنَّمَا يَتَذَكَّرُ أُولُو الْأَلْبَابِ 9
ترجمه:
ایا هغه څوك چې هغه د شپې په ساعتونو كې اطاعت كوونكى دى، چې سجده كوونكى او قیام كوونكى وي، له اخرت نه وېرېږي او د خپل رب د رحمت امېد لري، ته ووایه: ایا سره برابرېدلى شي هغه كسان چې پوهېږي او هغه كسان چې نه پوهېږي، بېشكه همدغه د خالصو عقلونو والا نصیحت اخلي الزمر ۳۹:۹
تفسیر:
او که هغه څوک چې د الله تعالی منونکی دی د شپې وختونه خپل رب ته سجده کوونکي او ودرېدونکي حالت کې تېروي، د آخرت له عذاب څخه ډارېږي، او خپل رب څخه هیله لري، غوره دی؟ او که هغه کافر چې په سختۍ کې د الله عبادت کوي او په اسانۍ کې پرې کفر کوي، او له الله سره نور شریکان ګرځوي؟! ای رسوله! ته ورته ووایه: آیا هغه کسان چې پوهېږي په هغه څه چې الله پرې واجب کړي د الله د پېژندنې له کبله، او هغه کسان چې دا هېڅ هم نه پېژني؟! بېشکه د دې دواړو ډلو تر منځ توپېر یوازې د سمو عقولونو خاوندان پېژني.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الزمر • آیت 8 راتلونکې الزمر • آیت 10