او كله چې انسان ته سختي ورسېږي (، نو) خپل رب بلي، په داسې حال كې چې هغه ته رجوع كوونكى وي، بیا چې كله هغه (الله) ده ته له خپل جانب نه نعمت وركړي (، نو) هېر كړي هغه ذات چې ده به له دې (نعمت) نه مخكې دغه (تكلیف لرې كولو) ته باله، او الله لپاره شریكان مقرر كړي، د دې لپاره چې د هغه (الله) له لارې نه (خلق) ګمراه كړي، ته ووایه: ته په خپل كفر سره لږه نفعه واخله، بېشكه ته له دوزخیانو څخه يې الزمر ۳۹:۸ ⧉
تفسیر:
او کله چې کافر ته د رنځ او مال له لاسه ورکولو او د ډبېدو د وېرې زیان ورسي نو خپل رب رابلي چې هغه زیان ترې لرې کړي چې ورته رسېدلی، یوازې ده ته ورګرځېدونکی وي، بیا چې کله د هغه زیان په لرې کولو ورته خپل نعمت ورکړي نو هغه څوک پرېږدي چې مخکې یې ورته عاجزي کوله چې الله دی، او د الله سره شریکان ګرځوي چې له هغه پرته یې عبادت کوي څو نور الله ته له ورتلونکې لارې څخه واړوي، ای رسوله! هغه چا ته ووایه چې دا حال یې وي: له خپل کفر څخه دې پاتې عمر هم ګټه واخله، او دا ډېره لږه زمانه ده، ځکه بېشکه ته د اور والاوو څخه یې د قیامت په ورځ ورسره داسې تړل شوی یې لکه یو ملګری چې د بل ملګري سره تړل شوی وي.