Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الزمر — آیت 7 (پښتو) — ویډیو

الزمر • آیت نمبر 7 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


إِنْ تَكْفُرُوا فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنْكُمْ ۖ وَلَا يَرْضَىٰ لِعِبَادِهِ الْكُفْرَ ۖ وَإِنْ تَشْكُرُوا يَرْضَهُ لَكُمْ ۗ وَلَا تَزِرُ وَازِرَةٌ وِزْرَ أُخْرَىٰ ۗ ثُمَّ إِلَىٰ رَبِّكُمْ مَرْجِعُكُمْ فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ ۚ إِنَّهُ عَلِيمٌ بِذَاتِ الصُّدُورِ 7
ترجمه:
كه تاسو كفر اختیار كړئ، نو بېشكه الله له تاسو نه ښه بې پروا دى، او هغه د خپلو بنده ګانو لپاره كفر نه خوښوي، او كه تاسو شكر وباسئ (نو) دى دغه (شكر) تاسو ته خوښوي، او هېڅ بار وړونكى د بل بار نه وړي، بیا خاص خپل رب ته ستاسو بېرته ورتله دي، نو هغه به تاسو په هغو عملونو خبر كړي چې تاسو به كول، بېشكه هغه د سینو په خبرو ښه عالم دى الزمر ۳۹:۷
تفسیر:
ای خلکو! که چېرې تاسو په خپل رب کفر وکړئ نو هغه ستاسو د ایمان څخه بې پروا دی، او ستاسو کفر ورته زیان نه رسوي، بلکې ستاسو د کفر زیان تاسو ته راګرځي، خو خپلو بندګانو ته نه خوښوي چې کفر پرې وکړي، او نه ورته په کفر امر کوي؛ ځکه چې الله په بدکارۍ او ناکاره کار امر نه کوي، او که چېرې د الله په نعمتونو د هغه شکر وکړئ او ایمان پرې راوړئ نو شکر مو خوښوي، او ثواب به پرې درکړي، او یو نفس به د بل نفس ګناه نه باروي، بلکې هر نفس په خپلو کړنو ګرو دی، بیا مو یوازې خپل رب ته د قیامت په ورځ ورګرځېدل دي، نو په هغه کړنو به خبر درکړي چې په دنیا کې مو ترسره کول، او په خپلو عملونو به بدله درکړي، بېشکه هغه پاک ذات د خپلو بندګانو په زړونو پوه دی، د دې زړونو څخه هېڅ هم ترې پټ نه دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الزمر • آیت 6 راتلونکې الزمر • آیت 8