Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الزمر — آیت 17 (پښتو) — ویډیو

الزمر • آیت نمبر 17 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


وَالَّذِينَ اجْتَنَبُوا الطَّاغُوتَ أَنْ يَعْبُدُوهَا وَأَنَابُوا إِلَى اللَّهِ لَهُمُ الْبُشْرَىٰ ۚ فَبَشِّرْ عِبَادِ 17
ترجمه:
او هغه كسان چې له طاغوت نه يې ځان وساته، یعنې د هغو له عبادت كولو نه او الله ته يې رجوع وكړه، خاص د دوى لپاره زېرى دى، نو ته زما په بنده ګانو زېرى وكړه الزمر ۳۹:۱۷
تفسیر:
او هغه کسان چې د بوتانو له عبادت څخه ځان ساتي او له هغه څه څخه چې له الله پرته یې عبادت کېږي، او الله ته په توبه کولو ورګرځېدلي، همدوی ته د مرګ پر مهال، او په قبر او دقیامت په ورځ د جنت زېری دی، نو -ای رسوله- زما بندګانو ته زېری ورکړه.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الزمر • آیت 16 راتلونکې الزمر • آیت 18