Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الزمر — آیت 18 (پښتو) — ویډیو

الزمر • آیت نمبر 18 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


الَّذِينَ يَسْتَمِعُونَ الْقَوْلَ فَيَتَّبِعُونَ أَحْسَنَهُ ۚ أُولَٰئِكَ الَّذِينَ هَدَاهُمُ اللَّهُ ۖ وَأُولَٰئِكَ هُمْ أُولُو الْأَلْبَابِ 18
ترجمه:
هغه (بنده ګان) چې خبره په غور سره اوري، نو د هغې د تر ټولو ښې پیروي كوي، دا هغه كسان دي چې الله دوى ته هدایت كړى دى او همدغه كسان د خالص عقل والا دي الزمر ۳۹:۱۸
تفسیر:
هغه کسان چې خبرې ته غوږ نیسي او د ښو او بدو ترمنځ توپیر کوي، نو د ښایسته خبرې تابعداري کوي ځکه چې ګټه پکې وي، په همدې صفتونو نومول شوي خلک هغه دي چې الله ورته د هدایت وس ورکړی، او همدوی د روغو عقلونو څښتنان دي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الزمر • آیت 17 راتلونکې الزمر • آیت 19