Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الزمر — آیت 20 (پښتو) — ویډیو

الزمر • آیت نمبر 20 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


لَٰكِنِ الَّذِينَ اتَّقَوْا رَبَّهُمْ لَهُمْ غُرَفٌ مِنْ فَوْقِهَا غُرَفٌ مَبْنِيَّةٌ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ ۖ وَعْدَ اللَّهِ ۖ لَا يُخْلِفُ اللَّهُ الْمِيعَادَ 20
ترجمه:
لېكن هغه كسان چې له خپل رب نه وېرېږي خاص د دوى لپاره داسې بالاخانې دي چې د هغو له پاسه (نورې) ښې جوړې كړى شوي بالاخانې دي، چې د هغو له لاندې ولې بهېږي، (دا) د الله كړې وعده ده، الله د وعدې مخالفت نه كوي الزمر ۳۹:۲۰
تفسیر:
خو کوم کسان چې د خپل رب څخه د هغه د اوامرو په ترسره کولو او د نواهیو څخه ځان ژغورلو سره وېرېدلي وي، دوی لپاره لوړې ماڼۍ دي، ځينې یې پر ځینو پورته دي، لاندې ترې ویالې بهېږي، الله ورسره په دې وعده کړې ده، او الله د وعدې مخالفت نه کوي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الزمر • آیت 19 راتلونکې الزمر • آیت 21