Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الزمر — آیت 21 (پښتو) — ویډیو

الزمر • آیت نمبر 21 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ أَنْزَلَ مِنَ السَّمَاءِ مَاءً فَسَلَكَهُ يَنَابِيعَ فِي الْأَرْضِ ثُمَّ يُخْرِجُ بِهِ زَرْعًا مُخْتَلِفًا أَلْوَانُهُ ثُمَّ يَهِيجُ فَتَرَاهُ مُصْفَرًّا ثُمَّ يَجْعَلُهُ حُطَامًا ۚ إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَذِكْرَىٰ لِأُولِي الْأَلْبَابِ 21
ترجمه:
ایا تا نه دي كتلي چې بېشكه الله له بره نه اوبه نازلې كړې دي، بیا يې دغه (اوبه) په ځمكه كې په چینو كې ننه ایستي دي، بیا هغه په دغو (اوبو) سره فصل راوباسي، په دې حال كې چې د هغه رنګونه مختلف وي، بیا هغه وچ شي، نو ته هغه (شین رنګى فصل) تك زېړ وینې، بیا دغه (فصل) لره هغه رژېدلى (مات شوى) وګرځوي، بېشكه په دغه كې د خالصو عقلونو والاو لپاره خامخا نصیحت دى الزمر ۳۹:۲۱
تفسیر:
بېشکه تاسو په لېدلو سره پوهېږئ چې الله له آسمانه د باران اوبه نازل کړي، نو په چینو او ویالو کې یې ننویستي، بیا په دې اوبو سره ګڼ رنګونه د کښت را وباسي، بیا کښت وچېږي، نو ته به یې -اې لیدونکیه- زیړ رنګه وینې پس له دې چې زرغون ؤ، بیا یې له وچوالي وروسته مېده خځلي شي، بېشکه په دې یادو شوو کې د ژونديو زړونو لپاره پند دی.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الزمر • آیت 20 راتلونکې الزمر • آیت 22