Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الزمر — آیت 23 (پښتو) — ویډیو

الزمر • آیت نمبر 23 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


اللَّهُ نَزَّلَ أَحْسَنَ الْحَدِيثِ كِتَابًا مُتَشَابِهًا مَثَانِيَ تَقْشَعِرُّ مِنْهُ جُلُودُ الَّذِينَ يَخْشَوْنَ رَبَّهُمْ ثُمَّ تَلِينُ جُلُودُهُمْ وَقُلُوبُهُمْ إِلَىٰ ذِكْرِ اللَّهِ ۚ ذَٰلِكَ هُدَى اللَّهِ يَهْدِي بِهِ مَنْ يَشَاءُ ۚ وَمَنْ يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ 23
ترجمه:
الله تر ټولو ښكلى كلام نازل كړى دى، چې داسې كتاب دى چې په خپل مينځ كې مشابه دى، مكرر (او غبرګ) دى، چې له ده نه د هغو كسانو پوستكي ځیګ كېږي چې له خپل رب نه وېرېږي، بیا د دوى پوستكي او د دوى زړونه د الله ذكر ته نرم شي، دغه د الله هدایت دى، چې چا ته وغواړي په ده سره هدايت وركوي او هغه څوك چې الله يې ګمراه كړي، نو د هغه لپاره هیڅوك لار ښودونكى نشته الزمر ۳۹:۲۳
تفسیر:
الله تعالی په خپل رسول محمد صلی الله علیه وسلم باندې قرآن نازل کړی چې ډېرې ښایسته خبرې دي، متشابه یې نازل کړ چې یو بل ته ورته دی په ریښتنوالي، ښایست، موافقت او د مخالفت په نشتوالي کې، کیسې او احکام پکې تکرارېږي، وعدې (د نعمتونو) او وعېدونه (د عذابونو)، د حق د خاوندانو صفتونه، د باطل والاوو صفتونه، او داسې نور، د هغو خلکو پوستکي ترې لړزېږي چې د الله څخه وېرېږي کله چې هغه وعیدونه او ګوت څنډنه واورې چې پکې دي، بیا یې پوستکي او زړونه د الله یاد لره نرم شي کله چې هغه هېلې او زیري واوري چې پکې دي، دا یادې شوې خبرې د قرآن او د هغه د اغیز په اړه د الله لارښوونه ده چې چا ته وغواړي لارښوونه کوي، او څوک چې الله رسوا کړي او د لارښوونې وس ورنکړي، نو بیا هېڅ لارښوونکی نلري چې لار ور وښایي.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الزمر • آیت 22 راتلونکې الزمر • آیت 24