Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الزمر — آیت 24 (پښتو) — ویډیو

الزمر • آیت نمبر 24 (ټولې 75 آيتونه) • پښتو


أَفَمَنْ يَتَّقِي بِوَجْهِهِ سُوءَ الْعَذَابِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ ۚ وَقِيلَ لِلظَّالِمِينَ ذُوقُوا مَا كُنْتُمْ تَكْسِبُونَ 24
ترجمه:
ایا نو هغه څوك چې په خپل مخ سره ځان بچ كوي له سخت عذاب نه په ورځ د قیامت كې او ظالمانو ته به وویل شي: تاسو وڅكئ (سزا د) هغو عملونو چې تاسو به كول الزمر ۳۹:۲۴
تفسیر:
آیا برابر دی هغه کس چې الله ورته لارښوونه کړې، او په دنیا کې یې وس ورکړی او په آخرت کې یې جنت ته ننویستی، او هغه کس چې کفر یې کړی او په خپل کفر مړ شوی، نو دوزخ ته تړل شوي لاسونه او پښې یې ورننویستی، نشي کولای چې له اور څخه ځان وساتي مګر پړمخ؟! او هغو ظالمانو ته چې په کفر او ګناهونو کولو یې پر ځانو ظلم کړی د زورنې په ډول وویل شي: د هغه کفر او ګناهونو سزا وڅکئ چې کول مو، همدا مو بدله ده.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الزمر • آیت 23 راتلونکې الزمر • آیت 25