او هغه كس چې صدق (رښتینى دین) يې راوړ او (هغه چې) د دغه (صدق) تصدیق يې وكړ (نو) هم دغه كسان پرهېزګاران دي الزمر ۳۹:۳۳ ⧉
تفسیر:
او له نبيانو او نورو خلکو چې په ويناوو او کړنو کې له رېښتيا سره راغلي، او د مومن په توګه يې رېښتيا ګڼلي، د هغو پر غوښتنه يې عمل کړی، همدوی په رېښتيا کره پرهیزګان دي،دا هغه خلک دي چې د خپل رب امر مني او له نهي یې ډډه کوي.