نو له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې په الله دروغ تړي او رښتیا (قرآن) دروغ ګڼي، كله چې دغه (رښتیا) ده ته راشي؟ ایا په دوزخ كې د كافرانو لپاره استوګنځى نشته؟ الزمر ۳۹:۳۲ ⧉
تفسیر:
تر هغه زيات ظالم نشته چې الله ته د شريک، ښځې او بچي نسبت کوي چې له هغه سره نه ښايي، او نه تر هغه زيات ظالم شته چې د الله د رسول صلی الله عليه وسلم راوړې وحي درواغ ګڼي، آيا هغه کسان چې پر الله او پر هغه څه کافران دي چې د هغه رسول راوړي د هغوی ځای او هستوګنه په اور کې نه ده؟! ولې نه، له شک پرته د هغوی ځای او هستوګنه به هملته وي.